بلوڅ بېلتونپالو شپږ پاکستاني عسکر وژلي دي. بلوڅ بېلتونپالو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په آواران سیمه کې یې د سړک غاړې ته ماین ځای پر ځای کړی و او پر پاکستاني عسکرو یې چاودنه کړې ده.
د سرچینې په خبره په دې پېښه کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي او موټر یې هم له منځه تللی دی. بلوڅ آزادي غوښتونکي دغه راز وایي چې د جمعې په ورځ یې هم څلور پاکستاني عسکر وژلي دي. دوی وايي تر هغه به یې بریدونه او جګړې روانې وي چې بلوچستان یې له پاکستاني اشغالګرو آزاد کړی نه وي.