امریکايي عسکر وایي د کابل هوایي ډګر وحشتونه یې لا هم په یاد دي. ګڼو امریکايي عسکرو چې کابل هوایي ډګر کې یې د تخلیې ماموریت کې ونډه لرله وایي چې د تخلیې ماموریت په یوه وحشتناکه او بوږنوونکې صحنه بدل شوی و. د دوی په خبره امریکایي جنرالان او د امریکا ټولې اړوندې ادارې د تخلیې ماموریت په تنظیم کې ناکامې شوې او هېڅوک نه پوهېدل چې څه وکړي. دغه امریکايي پوځيان وایي چې دوی هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ و او تر څنګ یې د زرګونه افغانانو ژوند هم له خطر سره مخ کړی و. دوی همدا راز وایي چې د امریکايي حکومت د کمزوري مدیریت له امله د کابل هوایي ډګر چاودنې د لسګونه افغانانو ژوند واخیست او دوی دا صحنه پخپله لیدله. تخلیې ماموریت په نړیواله کچه امریکا ته په پیغور بدل شوی دی او ددغه هېواد د ناکامۍ او بې ظرفیتۍ سمبول ګرځېدلی دی.