ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره مېرمن روزا اوتونبایوف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره ټاکل شوې ده. نوموړې به د یوناما د پخوانۍ کاناډایۍ مشرې ديبورا لاينز ځای نيسي، د چاچې ماموریت څه موده مخکی پای ته ورسېده. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرمنشي انتوني ګوتريش د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره میرمن روزا اوتانبايوف ځانګړې استازې او د یوناما مشره ټاکلې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن روزا په، دیپلوماسۍ، تولنیز ښکېلتيا او نړیوالو همکاریو کې ۳۵ کلنه مسلكي كاري تجربه لري. سرچینی زیاته کړې چې هغې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کی د قرغزستان د ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړې.