د چين مېډيا گروپ عمومي مشر ښاغلي شان های شيونګ د اس ټي ار نيوز ټلويزيون مشر حميد ناصري ته په يوه ځانگړي استول شوي پيغام کې ويلي چې سي ام جي د افغانستان د روانو چارو وضعيت څاري او ياده رسنۍ په بېلابېلو ژبو نړيوالو ته يوه معتبره سرچينه ده.
ښاغلي شان هاي شيونگ د اس ټي ار نيوز وروستی هغه مستند خپور شوی فلم ستايلی چې له امريکا او متحدينو له وتلو سره يې يو ټپي او وران افغانستان تر شا پرېښی دی. همدارنگه ښاغلي شان های شيونگ ټينگار کړی چې له افغان رسنيو سره د افغانستان د سولې او بيا رغاونې په باب د افکارو عادلانه چاپېريال برابر کړو او د چين او افغانستان ولسونو ترمنځ د اړيکو او دوستيو ته د هر اړخيز پرمختگ پوهاوی رامنځته کړو.