له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یو کال پوره شو. عام افغانان هم د امریکایي ځواکونو په وتلو خوښ دي، خو له اقتصادي ستونزو سر ټکوي. بلخوا د ا.ا رییس الوزرا په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه ته د خبرو پرمهال، د هېواد روان اقتصادي حالت ته په اشارې وویل، چې دا حالت به دوامداره نه وي او ژر به په هېواد کې اقتصادي ستونزې پای ته ورسېږي.