د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې روان ۲۰۲۲ کال د سختو وروښتونو او سېلابونو په نتیجه کې دونیم سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. يادې ادارې ويلي، د سېلابونو له امله دغه راز تر سل زرو زیات کسان اغېزمن شوي دي. اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې، ملګرو ملتونو او شریکانو یې له ځپل شویو ۸۵ زره کسانو سره د خوراکي موادو، خېمو، روغتیایي خدمتونو، اوبو، د حفظ الصحې کیټونو او نورو اړینو وسایلو مرستې کړي دي. په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف په یوه ټویټ کې د ازبکستان له حکومت او د سورخون دریا له والي مننه کړې چې، د ترمز له لارې یې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي دي. د الاکبروف په خبره د ترمز د مرستو له مرکز څخه هره ورځ په شلو واګونونو کې لومړنۍ مرستې افغانستان ته استول کېږي.