د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د توافق احتمال شته دی او ښایي په راتلونکو ورځو کې دا مسئله رسنیزه شي. ایران او امریکا تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، خو ایراني رسنۍ وایي چې ایران د نطنز په اټومي بټیو کې تازه سانترفیوژونه فعال کړي دي او د یورانیمو د تولید پروسه یې ګړندۍ کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د دوی د هوکړې متن باید تر دې هم قوي شي او ایران باید ډېر څه ترلاسه کړي.