په بهرنیو چارو وزارت کې له زیانمن شوو سره د مرستو راغونډولو نړیوال کنفرانس تر سره شو. په ياد کنفرانس کې د نړیوالو سازمانونو، مرستندویه بنسټونو، په کابل کې د مېشتو سفارتونو استازو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و. په دغه غونډه کې پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وویل، چې په دې ورستیو کې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې سیلابونه راووتل چې له امله یې ۱۳ ولایتونه ډیر زیانمن شوي چې تر بل هر وخت نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري. نوموړي دغه راز له نړیوالي ټولنې او مرستدویه بنسټونو وغوښتل چې له افغانانو سره دې په دغه سخت وخت کې مرسته وکړي څو د خلکو ژوند بیرته عادي بڼې ته راوګرځوي.
په غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې پر نړیوالو غږ وکړ چې نړیوال دې له دغه هیواد سره خپلې مرستي د سیاسي موخو لپاره نه ځنډوي، بلکي د نړیوال مهاجرینو د حقونو پر اساس دې له دې هیواد سره مرستې وکړي. د همدا راز زیاته کړه چې بهرني هیوادونه دې په اجباري توګه د افغانانو ایستل ودروي او له دوی سره دې ښه چلند وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې وروسیتو کې په افغانستان کې د سختو سیلابونو او زلزلو له امله ۱۵۷۰ تنه مړه، ۵۸۴۲ ټپیان، ۱۸۷۲۶ کورنۍ بې ځایه ۱۶۰۰۰کورونه بشپړ ویجاړ او یو میلیون وګړي نور بیا اغیزمن شوي دي.