د عراق حکومت خبر ورکړی چې په پلازمینه بغداد کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتو کې ۳۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. راپورونو له مخې دا کسان د عراق له امنیتي ځواکونوسره په اخ او ډب کې وژل شوي دي او شاوخوا ۵۷۰ نور ژوبل دي چې د صحي مقاماتو په وینا اکثریت یې د شیعه سیاستوال مقتدا الصدر پلویان دي. په عراق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه تېره ورځ له هغه وروسته پیل شول چې شیعه سیاستوال مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس په سر کېږي. له دغه اعلان وروسته د هغه پلویانو د حکومت په مقر باندې بریدونه وکړل. ځایي رسنیو خبر ورکړی چې مقتدا الصدر له خپلو پلویانو څخه غوښتي چې له لاریونونو او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. بلخوا چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته په عراق کې وضعیت لږ ارام شوی و. امریکا او ملګرو ملتونو په عراق کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو غاړو یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې په خبرو حل کړي.