ملګري ملتونه وايي له افغانستان سره دې مرستې له سره پيل شي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو مسوول مارټین ګریفیټس په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې هغه هېوادونه چې د تحولاتو په راتګ سره یې خپلې مرستې ځنډولې دي باید بېرته خپلې مرستې پيل کړي او د افغانانو لاسنیوی وکړي. دده په وینا د ژمي تر را رسېدو مخکې دوی د میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي هغه کسان له لوږې او ستونزو وژغوري چې په لرو پرتو سیمو کې دي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. مارټین وایي په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، ددغه هېواد نفوس په زیاتېدو دی او اوسنی حکومت د سترو او اغېزناکو پروژو د پيل لپاره مالي امکانات نه لري نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا ده.