امریکا ویلي چې له ایران سره هوکړې ته نږدې شوي دي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې له ایران سره هوکړې ته نږدې شوي دي خو پر ځینو مواردو بحث ته اړتیا ده. دده په خبره په راتلونکې یوه اونۍ کې به امریکا د ایراني لوري ځواب ور ورسپاري.
بلخوا ایران هم ویلي چې له امریکا سره توافق ته نږدې شوي دي او په خبره یې په اوونۍ کې به د خبرو او غوښتنې ځواب ترلاسه کړي. اروپايي ټولنه هم هیله مندي ښيي چې راتلونکو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ مثبت پرمختګ رامنځته شي.