د سړکونو او مواصلاتي لارو خرابېدو له سیلاب ځپلو سره مرستې سختې کړې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې سیلابونو او بارانونو زرګونه کسان زیانمن کړي دي. ددغه ادارې په راپور کې راځي چې دوی هڅه کوي اړمنو ته مرستې ورسوي خو په ډېری ولایتونو کې د باران او سیلاب له امله د سړکونو خرابېدو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی. دوی وایي چې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شپېته کسه مړه کړي او شپېته نور ټپيان دي. همدا راز سیلابونو ۱۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې دي، تر ۴ زره ډېر کورونه زیانمن شوي او شاوخوا سل کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.








