د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړۍ په نړۍ کې پنځوس میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري. ګوتریش وایي له لوږې سره د مخ کسانو شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده او د نړیوالو پراخو او اغېزناکو مرستو ته اړتیا لري. هغه وايي نړیوال که وغواړي نو میلیونونه وګړي له لوږې ژغورلی شي له همدې امله یې پر ټولو د مرستې غږ کړی دی او له لوږې سره یې د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.