د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین دایمي استازی جانگ جون ویلي چې هیواد یې غواړي د ۱۳ طالب چارواکو په سفر د بندیز معافیت وغځول شي. جانگ جون ویلي چې دا مهال د افغانستان له چارواکو سره ډیالوگ او خبرو اترو ته اړتیا شته ځکه دغه هیواد یو ډیر حساس حالت کې قرار لري. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې پرمختگ او جدي اقداماتو ته ضرورت شته. نوموړي په طالبانو غږ کړی څو دغو برخو کې خپلې هڅې ډېرې کړي. جانګ جون ویلي، لا هم په امنیت شورا کې د طالبانو پر سفر د بندیز معافیت په اړه بحثونه روان دي او هیله لري، چې په پای کې یې سمه پرېکړه وشي.