دامریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکوي، څو افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي. بلینکن دغه څرکندونې د تخلیې پر مهال د کابل هوایي ډګر سره په یوه چاودنه کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو د لومړي تلین پر مهال کړې دي. تېر کال د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نیټه د داعش په برید کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو، دغه راز ۴۵ امریکایي سرتیري او لسګونه نور افغانان ټپیان شوي وو. بلینکن زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات به ټول هغه بریدګر او د برید عاملینو ته سزا ورکړي او په عدالت به یې ورسوي چې په د امریکایي سرتیرو په وژلو کې یې لاس درلود. نوموړی وایي، چې له افغانانو سره اوږود مهاله همکاریو ته ژمن دي او هیڅکله به اجازه ورنه کړی چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای بدل شي.