د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د تاجکستان لخوا د افغان کډوالو په زوره خپل هېواد ته پر ستنولو اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ دا اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چی تاجکستان نهه کسیزه افغان کورنۍ له خپل هېواده ایستلې ده. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تاجکستان د یو این ایچ سي ار له اعتراض سره سره یوه پنځه کسیزه کورنۍ افغانستان ته ستنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د نړیوال مصونیت مشرې اليزابت تان له تاجکستان غوښتي دي چې باید ژر تر ژره دغه اقدامات ودروي، ځکه چې دغه کار سره د کډوالو ژوند له خطر سره مخامخ کيږي د هغې په وينا ، په زوره د کډوالو ستنول د کډوالو د نړیوالو قوانينو خلاف دی. بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د تاجکستان پر دغه اقدام اندېښنه څرګنده کړې ده. یادې ادارې ويلي، په داسې حال کې چې د ا فغانستان نیم نفوس له لوږې سره مخ دی، د نورو افغانانو ستنول به دا بحران نور هم کړکېچن کړي.