ا.ا په خپلو ځینو مشرانو د سفر کولو د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په دې هکله یو نظر نه دي. په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په سفر کولو بندیز د تعامل لپاره د دروازو تړل کیدل بلل کیدای شي او دا په سوله ییزه توګه د مسایلو حل کول ستوزمنوي. شاهین امریکا غږ ته ویلي چې وخت مهم دی او د دپلوماسۍ او خبرو اترو وخت دی. هغه زیاته کړې، چې د ټولو هغو کسانو قدر داني کوو چې د محدودیتونو د لرې کېدو لپاره یې هلې ځلې کوي. سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ا.ا په ځینو غړو د سفر کولو د بندیز د لرې کېدو پر سر یوه خوله نه دي، خو امریکا بیا ا.ا سره په تعامل کولو ټینګار کړی.