په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی وایي، د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو طبیعي پېښو کې ځپل شویو افغان کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي ډاکټر محمدسعيد آل عياش سره وکتل. سرچېنې لیکلي، په دغه لېدنه کې محمدسعيد آل عياش په دغه لېدنه کې ژمنه کړې چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي. بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي همکاريو سازمان استازي همداراز په کابل کې د خپل دفتر د پراخولو او د ځايي کارکوونکو د شمېر د زياتولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل. امیرخان متقي په دغه لېدنه کې د ا.ا د هراړخیزو اړيکو په پراختيا کې چمتووالی ښودلی او د اسلامي همکاريو سازمان ته یې د حکومت له لوري د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.