امریکا وایي له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا یې هم لسګونه متحدین په افغانستان کې دي او دوی یې د ایستلو هڅه کوي. د ده په خبره امریکا په دې لټه کې ده چې وکړی شي له مصوونو لارو د ځانګړو وېزو لرونکي او یا هم د امریکا تابعیت لرونکي کسان وباسي.
هغه ویلي چې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو په لټه کې هم دي او نه غواړي وګړي یې په افغانستان کې له کوم ګواښ سره مخ وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز په کمپونو کې پرتو افغانانو ته هم ویلي چې ژر تر ژره به په امریکا کې ځای پر ځای شي او ددې چارې لپاره ۱،۳ میلیارده ډالر نور هم ځانګړي شوي دي.