ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د قحطۍ پر وړاندې جدي اقدام په کار دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیت په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې باید له افغانانو سره مرستې ډېرې شي او په بنسټیزه توګه د بېوزلۍ او لوږې د ختمولو لپاره اقدام وشي.
نوموړی وایي دمګړی د افغانستان اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي. دده په خبره د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې سالم اقتصادي فعالیتونه رامنځته کړي، بانکي سیستم فعال او له نړیوالو بانکونو سره وصل شي، د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره شي، روغتیايي خدمات فعال شي او د لوږې د ختمولو لپاره پر اساسي لارو چارو او اغېزناکو اقداماتو کار وشي.