امریکا اوکراین ته درې میلیارده ډالر د جګړې لپاره ورکوي. امریکايي رسنۍ وایي ددغه هېواد ددفاع وزارت یا پنټاګون تازه اعلان کړی چې له اوکراین سره به درې میلیارده ډالر نظامي مرسته کوي. په دې کې د اوکرایني ځواکونو روزنه، د وسلو او تجهیزاتو ورکړه او د ځینو توغندیو ورکول شامل دي. په ورته وخت کې امریکا خبرداری ورکړی چې ښایي روسیه د اوکرایني حکومت پر ودانیو بریدونه پيل کړي. تر څنګ یې په اوکراین کې خپلو مېشتو وګړو ته امر کړی چې ژر تر ژره له دغه هېواد ووځي ځکه د جګړو د شدت امکان شته دی.