ایران په افغانستان کې پر وروستیو سیلابونو خواشیني څرګنده کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلو ولایتونو کې سخت سیلابونه راوتلي دي چې له امله یې عامو وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
سرچینه کاږي ایران د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو افغانانو سره شریکوي او په دې برخه کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. په وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې د سختو مالي زیانونو تر څنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي. همدا تېره شپه هم د هېواد ګڼ ولایتونه د سختو سیلابونو شاهدان وو او د هوا پېژندنې ادارې نن هم د بارانونو اټکل کړی دی.