امریکا وایي د اټومي هوکړې په اړه د ایران د اقدام هرکلی کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د ایران د هغه اقدام هرکلی کوي چې له مخې یې دوی له خپلو ځینو غوښتنو تېر شوي دي. امریکا وایي ایران پر خپلو ځینو غوښتنو سترګې پټې کړې دي او امریکا یې هرکلی کوي، خو لا هم داسې مسایل شته چې باید بحث ورباندې وشي. امریکا وایي د ایران د غوښتنو تر دقیقې ارزونې وروسته به د ایران ځواب ورکړي. په وروستیو کې ایران خپلې ځینې غوښتنې د اروپايي ټولنې په منځګړیتوب امریکا ته استولې دي او وایي دوی اټومي هوکړې ته ژمن دي او امریکا دې هم له خپلو غوښتنو تېره شي.