د امریکا او ا.ا ترمنځ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې بېرته پیلیږي. رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بایډن اداره د ا.ا له چارواکو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه ځنډول شوې خبرې بېرته پیلوي. یاد خبري اژانس په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې دا خبرې به کله پیلیږي. تر دې وړاندې بیا وال سټریټ ژورنال د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې امریکا په افغانستان کې د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته له دغه هېواد سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه خبرې ځنډولې دي.