ترکيه ۲۲۷ نور غير قانوني افغان کډوال افغانستان ته را استوي. انادولو خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي چې ياد شمېر افغان کډوال په غير قانوني توګه ترکيې ته تللي وو چې تر نيول کېدو وروسته يې افغانستان ته د استولو پرېکړه شوې ده. ترکيې تر دې وړاندې هم په سلګونو ناقانونه افغان کډوال هېواد ته را استولي وو. دا په داسې حال کې ده چې ترکيې په وروستيو کې افغان ځوانانو ته د وړو کاروبارونو په جوړولو کې د مرستې د يوه پروګرام د پيلولو خبر ورکړی دی. ترکي چارواکو ويلي، هيله لري چې د دې پروګرام په پلي کولو سره ترکيې ته د غير قانوني افغان کډوالو د تګ بهير ټکنی شي.








