امریکا او نړۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل ته اړ ده. نیشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت ته کتنه کړې ده او په هغه کې راځي چې افغانستان کې امنیت راغلی دی او د یوه کال په تېرېدو دا ثابته شوې چې اوسنی حکومت تر ډېره حده له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.
سرچینه وایي دمګړی په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي، د جګړو د دوام او دایمي ثبات د راتګ لپاره له اوسني حکومت سره تعامل او مرستو ته اړتیا ده. یاده نشریه وایي چې د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته په افغانستان کې اقتصادي ستونزې نه شي حل کېدلی او روان اقتصادي کړکېچ به په افغانستان کې ستونزې پراخې کړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي که نړۍ غواړي چې با ثباته افغانستان وویني، نو له دغه هېواد سره دې مرستې ډېرې کړي او د تعامل لپاره دې خبرو ته ادامه ورکړي.