ملګري ملتونه وايي هڅه کوي نړیوالو بازارونو کې د غنمو د کمښت مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ترکیې ته تللی او هلته یې له اوکراین نړیوالو بازارونو ته د غنمو د لېږد پروسه کتلې ده. هغه رسنیو ته ویلي چې په نړیوال بازار کې د غنمو د کمښت مخنیوي ته اړتیا ده او په خبره یې اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی. هغه زیاته کړې، په نړیواله کچه باید دا باور رامنځته شي چې د اوکراین غنم به په سمه توګه تر نړیوالو بازارونو رسېږي او د خلکو ستونزې به ژر تر ژره حل کېږي. له هغه وروسته چې په اوکراین کې جګړه و نښته په ګڼو اروپايي او آسیايي هېوادونو کې خلک د خوړو له کمښت سره مخ شول، چې ورسره سم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې. اوس موافقه شوې چې د ترکیې له لارې به د اوکراین غنم نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.