د هېواد په ګڼو ولایتونو کې درانه سیلابونه راوتلي دي. د لوګر، وردګ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، غزني او نورو ولایتونو ځایي اوسېدونکي وایي چې تېره ورځ او تېره شپه د سختو سیلابونو شاهدان وو. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښيي چې سیلابونو په یادو شویو ولایتونو کې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي. تر اوسه په رسمي توګه د مرګ ژوبلې ارقام نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې سیلابونو خلکو ته سخت زیانونه اړولي دي. بلخوا د هېواد د هوا پېژندنې ادارې بیا په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د درنو ورښتونو او سیلابونو د راوتو خبر ورکړی دی.