د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې په پایله کې دغه هېواد په کنډواله بدل شوی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانستان د امريکا د جګړې ژوندۍ بېلګه ده. پر افغانستان د امریکا د دوه لسیزو یرغل دغه هیواد پر کنډوالو بدل کړ. هغه زیاته کړه دې جګړې په افغانستان کې د یوه نسل راتلونکی تباه کړ، د څه باندې ۳۰ زره ملکیانو په ګډون یې زرګونه کسان ووژل او په میلیونونه خلک یې بې کوره کړل. د هغه په وينا، د دې جګړې اغېزې ميليونونه افغانان له مرګ سره مخ کړي، شاوخوا درې ميليونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي او ١٨،٩ ميليونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. د هغه په وينا، امريکا بايد د دې ټولو مسووليت ومني. وانګ ونبین زیاته کړه چې افغانستان د متحده ایالاتو د دموکراتیک بدلون پروګرام د ناکامۍ ژوندی ثبوت دی. نوموړي وويل نړيواله ټولنه بايد ډېره هوښياره واوسي او په ګډه د ډيموکراسۍ تر نامه لاندې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د امريکا د بې غورۍ مخه ونيسي.