د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د زرو کورونو ودانیزې چارې پیل شوې دي. دغه کورونه د برمل ولسوالۍ په ډنګر لیګد سیمه کې ودانیږي. د پکتیکا ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي، د دغو کورونو د ودانولو لګښت د ملګروملتونو سازمان او ادا موسسې له خوا ورکول کیږي. د معلوماتو له مخې پر هر استوګنیز کور پنځه زره امریکایي ډالر لګښت وشي. د ویلو ده، چې د دې ولسوالۍ د ډېری شمېر اوسېدونکو کورونه د وروستیو زلزلو له امله ویجاړ شوي دي او اوس له سرپناه پرته ژوند کوي.