د سوریې په شمال کې له ترکیې سره پر پوله په دوو جلا نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه تاوتریخوالی وروسته له هغه رامنځته شوی چې د دمشق له ملاتړ څخه برخورداره د سوریې دیموکراتیک ځواکونو او د ترکې نیابتي ځواکونو ترمنځ په وروستیو اونیو کې کړکېچ زیات شوی دی. په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د ترکیې ملاتړو سوري ځواکونو تر کنټرول لاندې د الباب په سرحدي ښارګوټي پر یو مارکېټ باندې د سوریې د حکومت له خوا د توغندیو د برید په پایله کې د ماشومانو په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي. خو د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو یو ویاند په دې راکټي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.