د ا.ا یو پلاوی دا مهال په مسکو کې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ په زیاتولو او په افغانستان کې د سرمایه ګذارۍ په اړه په خبرو بوخت دی او د تېلو اخیستلو لپاره یې روسيې سره مذاکرات پیل کړي دي. د راپور له مخې د دې امکان شته چې د تېلو په بدل کې به ا.ا روسيې ته مېوه او د درملو تیارولو لپاره خام مواد ورکوي. روسي چارواکو ویلي طالب پلاوی روسيې نه د غنمو اخیستلو لپاره هم مذاکرات کوي. روسیې رسینو د افغان پلاوي د مشر نورالدین عزیزي له قوله ویلي چې افغانستان د څلور میلیونو ټنو نه ډيرو تېلو ته اړتیا لري. عزیزي ویلي چې روس یې ملګری هیواد دی او غواړي چې د تېلو په رانیولو کې ورسره یوې هوکړې ته ورسيږي. هغه ویلي ا.ا اراده لري چې د روسيې نه نږدې یو میلیون ټنه پیټرول او ډیزل وپیري او غواړي چې په دې اړه ژر هوکړه وشي.