د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي ونوموله. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوريت غوښتونکیو غړیو یو راپور خپور کړی او له افغانستان څخه یې د امریکا وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي بللې. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مایکل مک کال پدې باور دی، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د روسیې او ایران په ګډون د امریکا دښمنان ډېر زړور کړل. په دې راپور کې ویل شوي، چې د دوحې تړون ولسمشر بایډن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي، بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو مشورې بابیزه وګڼلې. په دې راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د خپلو پوځي سلاکارانو د مشورو پر خلاف له افغانستان څخه بې قید او شرطه وتل غوره کړل. که څه هم د بایډن اداره وايي، چې د دوحې تړون عملي شوی دی.