د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې بېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي دي. ایراني لوري په تازه څرګندونو کې ویلي چې له امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته تیار دي او بایډن دې په دې برخه کې خنډونه له منځه یوسي. امریکا او ایران تر دې وړاندې هم د زندانیانو پر تبادله خبرې کړې وې خو پایله یې نه لرله.
اوس ایران وایي چې ددې چارې ترسره کولو ته تیار دي. په ورته وخت کې د اټومي تړون د بېرته راګرځولو په تړاو د ایران لیک امریکايي لوري ته سپارل شوی او امریکا وایي چې تر مطالعې وروسته به یې ایران ته ځواب ورکړي. د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات په وین کې روان دي او موخه یې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون بیا فعالول ښودل کېږي.