امریکا وایي په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان یې د تګ پر مهال په دغه هېواد کې د شاوخوا ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې شوي دي. سرچینه وايي چې په دې وسلو او مهماتو کې موټرونه، ټانکونه او الوتکې هم شاملې دي. امریکايي چارواکي وايي چې تر ۳۰۰ زره ډېر یوازې ټوپک او نورې لاسي وسلې له پخواني حکومت اوسني حکومت ته پاتې دي.
د امریکا ددفاع وزارت وایي چې د هوایي ځواک تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې دي او په خبره یې د پاتې وسلو او مهماتو لوړه برخه یې د امریکا تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري چې اوس دا لړۍ ختمه شوې ده او دا چې تر کومه به کارنده وي معلومات نشته دي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات یې په افغانستان کې پاتې شوې دي.