د اوسني حکومت ګڼ مهم مشران د ښوونځیو د پرانیستل کېدو ملاتړي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په اوسني حکومت د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ فکر شته دی او په خبره یې ستره برخه مشران د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له بهیر سره مخالف دي.
حامد کرزي ویلي چې افغانستان له جګړو راوتلی دی او د نوي حکومت مسوولیت دی چې د ملت د خدمتګارانو په توګه د دوی غوښتنو ته درناوی وکړي او دوی ته په ډاډمنه فضا کې د ژوند زمینه برابره کړي. هغه وایي چې تعلیم او کار د ټولو افغانانو حق دی او افغان نجونې باید ښوونځيو ته لاړې شي.
حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د اوسني حکومت ډېره برخه مشران ښوونځیو ته د نجونود تګ ملاتړي دي او په دې برخه کې پراخې هڅې روانې دي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.