ایران وایي اټومي مذاکرات پایلې ته نږدې شوي دي خو دوی له امریکا د سترو بیو د پرې کولو غوښتنه کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې د وین مذاکرات د اټومي تړون د بېرته فعالېدو لپاره ګټور دي خو دوی له امریکا له دې امله د بیې پرې کول غواړي چې کلونه له دغه نړیوال تړون وتلې وه.
ایراني لوری وایي امریکا د ټرمپ د واکمنۍ له پیله دغه تړون نقض کړی نو ځکه باید ایران ته تاوان ورکړي. بلخوا اروپايي ټولنه هم وایي چې د امریکا او ایران مذاکرات پایلې ته نږدې شوي خو یوازې دوه یا درې موارد لا هم تر بحث او مذاکراتو لاندې دي.