یونسیف یو ځل بیا د افغان نجونو د ښوونځیود پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له زده کړو د نجونو محرومېدل به افغانستان ته میلیونونه ډالر زیان واړوي نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې دغه ښوونځي پرانیستل شي.
یونیسف وایي چې د دوی د اټکل له مخې له زده کړو د نجونو محرومېدل افغانستان پنځه سووه میلیونه ډالر زیانمنولی شي. دغه ادارې زیاته کړې چې دوی به په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او له افغان لوري غواړي چې په دې اړه د نړیوالو غوښتنې ومني.