افغان حکومت د افغان کډوالو په اړه له ترکي لوري سره خبرې پيلوي. په وروستیو کې ترکیې سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي چې اندېښنې یې پارولې دي. افغان حکومت وایي د ترکیې له لوري چې له افغان کډوالو سره کوم چلند کېږي دوی ته د منلو نه دی نو له همدې امله هڅه کوي له ترکي لوري سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي چې په همدې ورځو کې یو پلاوی ترکیې ته ځي او هلته به له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت او د دوی پر وړاندې د ترکیې پر اوسني چلند خبرې او بحثونه کېږي.