په پروان کې سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د پروان په سیاګرد او شینوارو ولسوالۍ کې درانه سیلابونه راوتلي دي چې له امله یې ۱۷ کسان وژل شوي دي. سرچینې همدا راز وايي چې په پېښه کې ۳۰ کسه نور ټپیان دي.
رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي. سیلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي او سلګونه کورونه او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه یې له منځه وړي دي. ددې تر څنګ د هېواد په ګنو نورو ولایتونو کې هم سیلابونه راوتلي دي.
میدان وردګ، زابل، پکتیا او غزني هم هغه ولایتونه دي چې ځینې برخې یې سیلابونو سختې ځپلې دي.