مصر کې په یوه کلیسا کې اورلګېدنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د مصري رسنیو د راپورونو له مخې د مصر په مرکز قاهره کې د قطبي مسیحیانو په یوه کلیسا کې اور لګېدلی چې له امله یې ۴۰ کسه وژل شوي دي. د مصر حکومت وايي دوی د خلکو د ژغورلو لپاره ټولې هڅې وکړې خو په پېښه کې بیا هم شاوخوا ۴۰ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. له بلې خوا د مصر امنیتي ادارې وايي چې دوی ددغه پېښې د پلټنې لپاره پلاوی ګومارلی دی او دوی به ژر خپلې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي. تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی.