د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په تېر یوه کال کې یې ډېرو هېوادونو ته د افغانانو غږ رسولی او لاسته راوړنې لري، خو له هېوادونو سره د اړیکو رغول او عادي کول وخت ته اړتیا لري. هغه دغه څرګندونې نن د سرپرست حکومت د واکمنېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت کړې دي. دی وايي، د ټرانزیټ په برخه کې په دې توانېدلي چې جنوبي اسیا او مرکزي اسیار سره وصل کړي، چې دا کار عملاً شروع شوی او د افغانستان پر اقتصاد یې هم ښه اغیز کړی. هغه زیاته کړه، په تېر یو کال کې یې په ترکیه، روسیه، پاکستان، ازبکستان او چین کې د افغانستان په تړاو په نړۍوالو غونډو کې د ګډون له لارې نړۍ ته د افغانانو غږ رسولی دی. د هغه په وینا، په مختلفو برخو کې يې له هېوادونو سره ناستې ولاړې کړې او د اقتصاد او اړیکو په ښه والي کې لاسته راوړنې لري خو هیله لري چې نور پرمختګونه هم وکړي.