له پرون راهیسې په پروان، ننګرهار، کاپیسا، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه کړي او سل نور یې ټپيان کړي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا شمېرې ابتدايي دي او ښايې زیاتوالی پهکې راشي. دا سېلابونه له تېرې شپې راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې راوتلي چې د مرګ ژوبلې په ګډون یې کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې او تر خوا یې نور مالي زیانونه هم اړولي دي. پروان، ننګرهار، کاپیسا او ارزګان هغه ولایتونه دي چې تر اوسه یې د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات راټول کړي.