د هغو استرالیايي ځواکونو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی. د استراليايي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد یوه مهم څېړنیز بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې په استرالیا کې په وروستیو کې د سرتېرو ترمنځ د ځانوژنې پېښې اوج ته رسېدلې دي.
سرچینه وایي په وروستیو کې د افغانستان او عراق تر جګړې ډېر استرالیايي سرتېري د ځانوژنې په پېښو کې له منځه تللي دي. دوی تر ډېره هغه سرتېري او پوځي افسران دي چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی و. استرالیايي ځواکونه په افغانستان کې په ارزګان ولایت کې وو، چې هلته یې بشر ضد کړنې ترسره کړې، عام وګړي یې ووژل او په وروستیو کلونو کې یې د جنګي جنایتونو ګڼې پېښې پر رسنیو راڅرګندې شوې دي.