امریکا وایي افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کوي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي. دده په خبره دوی ټوله هڅه کوي چې وکړی شي په افغانستان کې د بشر حقونه خوندي کړي. تر څنګ یې د سپينې ماڼۍ ویاندې هم ویلي دوی به د افغانستان نوی حکومت د ژمنو عملي کولو ته راوبولي او په خبره یې د هر هغه اقدام مخالفت به کوي چې د دوحې هوکړې مخالف وي. افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې دوی د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.