له افغانستان د امریکا وتل ددغه هېواد لپاره تلپاتې شرم دی. نیویارک پوسټ نشریه لیکي امریکايي حکومت د امریکایي وګړو میلیاردونه ډالر مالیې په افغانستان کې ولګول چې دغه هېواد جوړ کړي، ولسواک نظام پکې رامنځته کړي او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه وکړي. سرچینه کاږي د امریکا دغه هېڅ هدف هم پوره نه شو، خو دوی له افغانستان ووتل چې دا به د واشنګټن لپاره یو تلپاتې شرم وي او هېڅ وخت به یې په اړه په وضاحت ورکولو بریالي نه شي. سرچینه همدا راز کاږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په تېر یوه کال کې په ځلونو د افغانستان په اړه دروغ ویلي دي او لا هم د ځان د بریالي ښوودلو په موخه هڅه کوي له افغانستان د وتلو مسئله وړه وښيي.