امریکا وایي القاعده شبکه په افغانستان کې د منظمېدو جوګه نه ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استخباراتي اداراتو په خپلو تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا منظمېدو او یوځای کېدو خطر نشته دی. دغه ادارې وایي سره له دې چې د القاعده شبکې مشر الظواهري په افغانستان کې ووژل شو خو هغه اندېښنې بېځایه دي چې ګواکي القاعده شبکه به په افغانستان کې بیا سره منظمه شي او پر امریکایي ګټو به برید وکړي. کابل کې د ظواهري د وژلو تر ادعا وروسته ګڼو هېوادونو افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه خو افغان حکومت وایي دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او افغان لوری په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.