د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان تثبیت شوی او د استخرانج چارې یې یوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي دي. د پکتیکا د کانونو او پټرولیم رییس مولوي نظرګل صیاد وايي، چې د دوی تخینکې ټیم د سرروضې ولسوالۍ په ګلردین سیمه کې د ډبرو سکرو یوکان تثبیت کړی دی. نوموړی وايي له یاد کان څخه د ډبرو سکرو د ایستلو چارې تازه پيل شوي چې لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي. صیاد وايي دغه کان د خلکو په شخصي ځمکه کې تثبیت شوی، نو د وزارت له لارښوونې سره سم به تر ۱۰ زرو ټنو پورې د ډبرو سکاره د سیمې خلک وباسي او د هرټن پر سر به درې زره افغانۍ د دولت عوایدو ته جمع کوي.