د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، افغانستان ته له بې سارو بشري مرستو سره سره د دغه هېواد وګړي لا هم د نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري. یادې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان فقر سره مخ دي او سږ کال ۹۰۰ زره کاري فرصتونه پکې له منځه تللي دي. د یاد سازمان په وینا د ۲۰۲۲ کال د جون تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي له نړیوالو مرستو برخه من شوي او د میلیونونو کسانو ژوند ښه شوی دی، خو لا هم د دغه هېواد وګړي نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د اوچا دفتر د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي، چې د افغانستان د خلکو د اړتیا کچه د بشردوستانه فعالانو له خوا د مرستو له ظرفیته لوړه ده او د یوه اقتصاد او کارنده بانکي سیستم له فعالولو او له اوږدمهاله او باثباته تعامل پرته د خلکو اړتیاوې به پوره نه شي.