پوهنې وزارت وایي چې ترکیه په کابل کې دیتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي. د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ له مرستیال یعوذ، د یاد بنسټ د دیپلوماسي څانګې مسئول عبدالله او د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مسئول ښاغلي جنید سره وکتل .په دې کتنه کې یعوذ لومړی وویل، یاد بنسټ له دېرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه ترسره کوي. هغه زیاته کړه، بنسټ یې هوډ لري، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس جوړ کړي، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي. د یعوذ په خبره، د هیواد له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زرو ته ورسوي. د نوموړي په وینا، یاد بنسټ په افغانستان کې د ښوونځیو دودانیو د جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.